سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د بېلابېلو علمي، مسلکي او طبي سازمانونو، مؤسساتو او پوهنتونونو سره، د خپلو علمي اړیکو او غړیتوبونو له امله خوښه ده. دا علمي اړیکې او غړیتوبونه د محصلینو د زده کړو کیفیت لوړوي او د دوی د علمي ودې او پراختیا لپاره ځانګړي فرصتونه برابروي. مؤسسه د خپل لرلید، چې په ملي او سیمه ایزه کچه د غوره علمي بنسټ په توګه وپېژندل شي، غواړي په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه د علمي بنسټونو او ورته اداراتو سره تړونونه لاسلیک او د نړیوالو هغو اداراتو غړیتوب ترلاسه کړي، چې د سیمې او نړۍ په کچه د غوره علمي بنسټونو له جملې څخه ګڼل کېږي. یاد تړونونه او غړیتوبونه به د نړیوالو اړیکو په برخه کې د مؤسسې محصلینو د Exchange پروګرامونو، ګډو څېړنيزو نوښتونو، او په خپلو زده کړو کې د مسلکي اشخاصو سره پراخو اړیکو ته لاره هواره کړي. د همدې اړیکو پرمټ زموږ برحاله محصلين او فارغان کولای شي چې په ملي او نړیوالو ورکشاپونو، کنفرانسونو، او سيمينارونو کې برخه واخلي، چې په دې سره به د دوی علمي سویه لا غښتلې شي. دا غړیتوبونه او اړیکې نه یوازې زموږ محصلينو ته تحصیلي سرچینې او سهولتونه برابروي، بلکې دوی کولی شي چې د مؤسسې استادانو، اداري کارکوونکو او څېړنیزو فعالیتونو کې مؤسسې سره همکار او لازمې مشورې او سپارښتنې ورکړي او د ټولو برخو د مسلکي پرمختګ لپاره لارې هوارې کړي.>
سپن غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) د اصلي او بنسټیزو دندو موثر او اغيزناک ترسراوي لپاره اوږد مهاله پلانونه جوړوي تر څو د مؤسسې پایښت تأمین کړي. په دې لړ کې مؤسسې د داخلي چاپيريال او بهرني چاپيريال مطالعه کولو وروسته د راتلونکو پنځو (۱۴۰۳ – ۱۴۰۷) لپاره ستراتیژیک... نور معلومات