د پوهنتون نقشه

سپن غر پوهنتون (ننګرهار) خپلو محصلینو، ښکېلو خواو، مراجعینو او د سپین غر له علمي کاروان سره د نويو یوځای کېدونکو محصلینو لپاره، د پوهنتون په وېب پاڼه کې بېلابېلې اړينې لارښوونې او معلومات خپروي. په دې برخه کې به تاسو د پوهنتون عمومي نقشه، د هر منزل د دفترونو، تالارونو، علمي مرکزونو او ټولګيو د موقعيتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ. په لاندې ډول د پوهنتون د منزلونو په تفکیک او همدارنګه د عمومي ساحو معلومات وګورئ. هغه مراجعین چې غواړي د سپین غر پوهنتون څخه لیدنه وکړي، کولای شي د ګوګل نقشې په تعقیب او د پوهنتون په داخل کې د منزلونو په تفکیک اړونده څانګه په اسانۍ سره پیدا او مراجعه ورته وکړي.