د څېړنيز پروپوزل ليکنې ورکشاپ وړاندې شو!
Date:۱۴۰۳/۰۴/۰۷, Start Time: - End Time:
Location: سپين غر پوهنتون
سپین پوهنتون (ننګرهار) د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا (PDC) آمریت له لورې، د ظرفیت لوړونې برنامو کلني پلان د تطبیق په موخه، د مؤسسې د څېړنې، تألیف او ژباړې معاونیت سره په همغږۍ «څېړنيز پروپوزل ليکنې» تر سرليک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
ياد ورکشاپ د پوهنتون د څېړنې، تأليف او ژباړې مرستيال ښاغلي متخصص دوکتور شفيق الله عطيش له لورې د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو، چې د سپين غر مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون (سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون) د سرطبيب دوکتور متخصص غلام نبي کاکړ په ګډون په کې، د پوهنتون د درې ګونو پوهنځيو استادانو برخه اخيستې وه.
ښاغلي متخصص دوکتور شفیق الله عطیش د پروپوزل پېژندنه، څېړنې لپاره د عنوان غوره کول او ځانګړتياوې يې، مهمې څېړنيزې اصطلاحګانې، د څېړنې موخې او فرضيې، تېرو ليکنو ته کتنه، د څېړنې مېتودولوژي، د متغيرونو جدول، اخذليکونه او د څېړنيز پروپوزل ليکنې اړوند نورې برخې په هر اړخيز، عملي او نظري ډول له ګډونوالو سره شريکې کړې.
د سيمينار په پای کې، د ګډونوالو پوښتنو ته له ځواب ويلو سربېره، ښاغلي عطيش له ګډونوالو وغوښتل چې د سيمينار معلوماتو په پام کې نيولو سره، راتلونکي کې په عملي ډول پروپوزل ليکنې او علمي ګټورو څېړنو کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پوهنتون د څېړنې، تأليف او ژباړې معاونيت په مشرۍ يې يادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده چې سپين پوهنتون (ننګرهار) بېلابېلو واحدونو له دې وړاندې هم د مؤسسې د استادانو په ګډون، اداري کارکوونکو او ان محصلينو ته د هغوی د ظرفيت لوړونې په موخه ورته ورکشاپونه، سيمينارونه او روزنيزې برنامې وړاندې کړي دي.