Research Events

د مقالو ليکنې او خپراوي اړوند يو ورځنی سيمينار وړاندې شو!

Date:۱۴۰۳/۰۶/۲۶, Start Time: - End Time:
Location: سپين غر پوهنتون

سپين غر د لوړو زده کړو پوهنتون د بهرنیو ژبو او مسلکي پرمختیا (PDC) آمریت د کلنۍ ظرفیت لوړونې (T&D) پلان پر اساس د مؤسسې څېړنې، تالیف او ژباړې معاونیت په همغږۍ، د څېړنيزو او مروري مقالو ليکنې او خپراوي تر سرليک لاندې يو ورځنی سيمينار، نن دوشنبه (۲۶/۰۶/۱۴۰۳) وړاندې شو. 

ياد سيمينار د پوهنتون د څېړنې، تأليف او ژباړې مرستيال متخصص دوکتور شفیق الله عطيش له لورې د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو، چې د مؤسسې د ځينو اداري کارکونکو په شمول، د درې ګونو پوهنځیو هغو لسګونو محصلینو په کې ګډون درلود، چې وار له مخه د علمي څېړنو معاونیت ته د علمي څېړنو په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه ور پېژندل شوي وو.

ښاغلي عطیش د سيمينار وړاندې کولو پر مهال د څېړنې د پېژندنې، د څېړنيزو ليکنو د خپراوي ګټو، د څېړنيزو مقالو د بېلابېلو ډولونو، د څېړنيزو مقالو هر ډول د بېلابېلو برخو، د هرې برخې د ځانګړتياو او په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې د څېړنيزو مقالو د خپراوي څرنګوالي په اړه له ګډونوالو سره هر اړخيز معلومات شريک کړل او ذکر شوي ټول موارد یې د نشر شويو ځينو څېړنيزو او مروري مقالو بېلګو په وړاندې کولو سره، په عملي ډول روښانه کړل. 

د سيمينار په وروستيو کې ګډونوالو د سيمينار د ارايې له امله له ښاغلي متخصص دوکتور شفيق الله عطيش څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې، په ځانګړي ډول د څېړنو برخه کې د ورته نورو سيمينارونو، روزنيزو برنامو او ورکشاپونو دايرولو غوښتنه وکړه.  

د يادونې وړ ده چې د سيمينار په پای کې د ګډونوالو پوښتنې په علمي – مسلکي ډول ځواب او وړانديزونه یې واورېدل شول او د مؤسسې د څېړنې، تأليف او ژباړې مرستيال ښاغلي عطيش له لورې ورڅخه په دې ډول برنامو کې د فعال ګډون سربېره، هيله څرګنده شوه چې د مؤسسې له لورې د روان لمريز کال په قوس مياشت کې (په افغانستان کې روغتیایي سېستم او خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې) تر سرليک لاندې ملي– څېړنیز کنفرانس لپاره هر څومره ژر موضوعات وټاکي او له تائید وروسته یې په ياد کنفرانس کې وړاندې او له حقوقو او امتيازاتو څخه یې برخمن شي.