Research Events

د تأليف اساسات او اړتيا تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو!

Date:۱۴۰۳/۰۷/۰۹, Start Time: - End Time:
Location: سپين غر پوهنتون

ياد سيمينار د پوهنتون د درې ګونو پوهنځيو تدريسي او اداري غړو او سپين غر مومند پنځوس بستريز معالجوي روغتون (سپين غر د لوړو زده کړو پوهنتون تدريسي روغتون) د طبي برخې همکارانو لپاره ځانګړی شو و، چې د پوهاند دوکتور محمد طيب نشاط او متخصص دوکتور شفيق الله عطيش له لورې، نن دوشنبه (۹/۷/۱۴۰۳ ل) له غرمې وړاندې د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو. 

د عمومي طب پوهنځي، معالجوي ډيپارټمنټ استاد ښاغلي پوهاند دوکتور محمد طيب نشاط له لورې د ښه راغلاست او د سيمينار د اهدافو، اړتياو او لومړنيو اړينو معلوماتو له شريکولو وروسته، د پوهنتون د څېړنې، تأليف او ژباړې مرستيال ښاغلي متخصص دوکتور شفيق الله عطيش له خوا ګډونوالو سره د سيمينار د مفرداتو په اړه هر اړخيز معلومات شريک شول. 

ښاغلي عطيش د سيمينار د تأليف اړوند ځينو مهمو اصطلاحاتو د پېژندنو په ګډون، د درسي، تأليفي، ممد او څېړنيزو اثارو، د درسي او تأليفي اثارو او ممد درسي کتاب ليکنې معيارونو، د تأليفي اثارو او ژباړې توپيرونو، د تأليف پر مهال د اړينو لارښوونو، د تأليف د ګټو، د مؤلف د ځانګړتياو او د تأليفي اثر ليکلو پړاوونو په اړه ګډونوالو ته تفصيلي معلومات وړاندې کړل. 

د سيمينار په پای کې ګډونوالو، په ځانګړي ډول د څېړنې، تأليف او ژباړې معاونيت او د بهرنيو ژبو او مسلکي پرمختيا آمريت مسوولينو څخه د مننې او خوښۍ په څرګندولو سره، د سيمينار اړوند مواردو په اړه خپلې پوښتنې وکړې، چې د پوهاند دوکتور محمد طيب نشاط او متخصص دوکتور شفيق الله عطيش له لورې ورته په ګډه قناعت بخښونکي علمي ځوابونه وويل شو.