د ملي علمي څېړنيز کنفرانس د رهبرۍ بورډ جلسه کې د کنفرانس اړوند چارو راپور وړاندې شو!
Date:۱۴۰۳/۰۸/۲۷, Start Time: - End Time:
Location: سپين غر پوهنتون
سپين غر پوهنتون د عمومي رئیس سيد شمس الدين همت له لورې د ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس د رهبرۍ بورډ په نننۍ جلسه کې، د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معين دکتور لطف الله خيرخواه په مشرۍ راغلي پلاوي ته د پوهنتون له لورې د داېرېدونکي ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس اړوند تر سره شويو او روانو چارو راپور وړاندې شو.
ياد راپور چې د مؤسسې د کنفرانسونو په تالار کې وړاندې شو، د لوړو زده کړو د علمي چارو معين سربېره په کې د ياد وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې رئیس دکتور حميدالله مزمل، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح، د مؤسسې مرستيالانو او د پوهنځيو رئیسانو ګډون درلود.
د مؤسسې عمومي رئیس سيد شمس الدين همت د پرانيستې وينا پر مهال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او مننې مراتبو په وړاندې کولو سره د ياد ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس اړوند تر سره شويو او روانو چارو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او په طبي برخه کې ياد کنفرانس یې د خپل ډول لومړنی کنفرانس ياد کړ.
د لوړو زده کړو د علمي چارو معين ښاغلي دکتور لطف الله خيرخواه، د ياد وزارت د څېړنې، تأليف او ژباړې رئیس دکتور حميدالله مزمل او د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح هر يو په خپل وار د خوښۍ او مننې په څرګندولو سره، خپله برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو او بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. دوی همدا راز په ځينو برخو کې مثبت وړانديزونه او نظريات هم وړاندې کړل چې د پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي همت له لورې په هره برخه کې د پوره غور او اړينو اجرأتو ډاډ ورکړل شو.
راغلي پلاوي د پوهنتون د غونډو عمومي تالار په ګډون له ځينو برخو څخه هم ليدنه وکړه او د پلاوي په سلامشوره او غوښتنه به، د څېړنيزو چارو د غوره، معياري او دقيق مديريت او لامثبتو پايلو تر لاسه کولو په موخه، د کنفرانس لپاره د څېړنيزو ليکنو منلو وروستۍ نېټه هم تمديد او څېړونکو سره شريکه شي.
د يادونې وړ ده چې سپين غر پوهنتون د څېړنو اړتيا او ارزښت ته په پام سره، پلان کې لري چې (په افغانستان کې روغتیایي سېستم او خدمتونو ته کتنه: ستونزې، فرصتونه او حل لارې) تر عنوان لاندې د ۱۶ محورونو په اړه ملي– څېړنیز کنفرانس دایر کړي، چې د ټول هېواد په کچه څېړونکي په کې د کنفرانس د غوښتنو او محورونو په پام کې نيولو سره ګډون کولی شي. د څېړونکو ټاکلې موضوعګانې به د کتنپلاوي د داخلي او بهرنيو مسلکي باتجربه غړو له تائید وروسته په کنفرانس کې وړاندې او سپين غر د طبي علومو ملي څېړنيز ژورنال کې نشر شي.